دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۹
د مطلب کود : 213596
تمه ده راتلونکې اوونۍ د افغان سولې په تړاو ناستې ترسره شي
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، ټاکل شوې ده د افغان سولې په تړاو راتلونکې اوونۍ يو شمېر مهمې ناستې ترسره شي. ګران هېواد رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، د يادو ناستو موخه د سولې په تړاو د سيمه ييزې اجماع پياوړي کول دي. نوموړي ويلي دي، تر اوسه د ټول افغاني خبرو نېټه نه ده څرګنده خو تمه ده چې ژر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پيل شي. نوموړي ویلي، چې په راتلونکې اوونۍ کې به څو نورې مهمې غونډې هم ترسره شي چې اجنډا به یې د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیل، د بندیانو پر خلاصون او دغه راز د سرتاسري اوربند پر ټینګېدو مفصل بحثونه وي.
https://avapress.com/vdcb9fb50rhb8sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته