د افغانستان د ملي روغې جوړې د شورا مشر ډاکټر عبدالله د المان د بهرنيو چارو په وزارت کې د دولت له استازي نيلس انين سره وليدل.
نوموړي په دغه ليدنه کې د سولې له پروسې ملاتړ اعلان وکړ او ويې ويل هېواد يې د افغان سولې په برخه کې د وروستيو پرمختګونو هرکلی کوي.
دغه راز په دغه ناسته کې د تاوريخوالي د کمېدو او د بين الافغاني مذاکراتو د پيل په اړه هم خبرې اترې وشوې.