کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

استعفا ته د افغانستان بانک اړ کړی شوی مرستيال بېرته دندې ته ستون شو

13 سرطان 1399 ساعت 9:22

د ولسمشر غني لخوا د افغانستان بانک مرستيال نوشېر چې استعفا ده اړ کړی شوی وو، بېرته د ولسمشر په امر دندې ته ستون شو.
نوموړي پر خپلې فېس بوک پاڼې ليکلي:
«له ولسمشر غني سره مې وليدل او موږ ژمنه وکړه چې قوانينو ته به درناوی کېږي او تر هغو چې يوه بې طرفه محکمه د فساد تورونه په شفاف ډول څېړي د افغانستان بانک مرستيالانو ته به اجازه ورکول کېږي چې بېرته خپل کار ته ستانه شي.»



هغه ویلي، زه ښاغلي احمدي ته درناوی لرم، خو هغه به له خپل قانوني حق څخه ناسمه استفاده نه کوي.
د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې ښاغلي نوشېر وويل، د ولسمشر غني استعفا ته اړ کړی شوی دی.
 


د مطلب کود: 213600

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213600/استعفا-ته-د-افغانستان-بانک-اړ-کړی-شوی-مرستيال-بېرته-دندې-ستون-شو

آوا
  https://www.avapress.com