د ولسمشر غني لخوا د افغانستان بانک مرستيال نوشېر چې استعفا ده اړ کړی شوی وو، بېرته د ولسمشر په امر دندې ته ستون شو.
نوموړي پر خپلې فېس بوک پاڼې ليکلي:
«له ولسمشر غني سره مې وليدل او موږ ژمنه وکړه چې قوانينو ته به درناوی کېږي او تر هغو چې يوه بې طرفه محکمه د فساد تورونه په شفاف ډول څېړي د افغانستان بانک مرستيالانو ته به اجازه ورکول کېږي چې بېرته خپل کار ته ستانه شي.»