دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 213602
هلمند: يو ځوان په شخصي لګښت د معتادينو د درملنې مرکز جوړ کړی
هلمند کې د نجيب الله دوست په نوم يو ځوان چې ماسټر هم دی په خپل شخصي لګښت د معتادينو د درملنې يو روغتيايي مرکز جوړ کړی دی.
ويل شوي دي، له ياد روغتون تر اوسه ۲۵۰۰ معتادينو درملنه ترلاسه کړې ده.
نجيب الله دوست له حکومت غوښتنه کوي، هغه کسان چې له نشې لاس اخلي او ټولنې ته ستنيږي، بايد ورته د کار لار ليکه برابر شي.
د افغانستان د نورو ولايتونو ترڅنګ هلمند هم زرګونه معتادين لري، چې ډېری يې تر درملنې وروسته بېرته روغ ټولنې ته ستانه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcjyte88uqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته