کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پوتين به تر ۲۰۳۶ د روسيې ولسمشر وي

13 سرطان 1399 ساعت 9:48

روسيه کې له ټولپوښتنې وروسته اساسي قانون کې تغير راځي چې له مخې به يې ولاديمير پوتين تر ۲۰۳۶ کلونو پورې د دغه هېواد ولسمشر وي.
د شوې ټولپوښتنې له مخې اوس مهال ۷۸ سلنه خلکو مثبته رايه ورکړې ده.
اساسي قانون کې نوی بدلون پوتين ته اجازه ورکوي چې چې د جمهوري ریاست د اوسنۍ دورې وروسته د دوو نورو شپږ کلنو دورو لپاره د جمهور رئیس په توګه پاته شي.
نو پوتين چې له شلو کلونو راهيسې روسيه کې د ولسمشر او لومړي وزير په توګه دندې ترسره کړي اوس مهال ۶۷ کلن دی چې تر ۸۳ کلنۍ پورې به پر واک پاتې شي.


د ښاغلي پوتین ویاند دیمیتري پسکوف، وویل په هیواد کې د رای فیصدي د هیواد د اداره کولو لپاره د په پوتین باندې د روسانو د ژور اعتماد ښکارندوي کوي.

ولادیمیر پوتین د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د جمهور رئیس، د ۲۰۰۸ ن تر ۲۰۱۲ پورې د صدراعظم او یو ځل بیا د ۲۰۱۲ نه تر اوسه د روسیې د جمهور رئیس په توګه پر دې هیواد باندې واکمن دی.
 


د مطلب کود: 213603

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213603/پوتين-تر-۲۰۳۶-د-روسيې-ولسمشر-وي

آوا
  https://www.avapress.com