کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تکړه ليکوال سيف لودين د قدرونې غونډه وشوه

13 سرطان 1399 ساعت 10:38

کندهار فرصت مرکز د خپلو ادبي پروګرامونو په لړ کې دا ځل د ځايي ليکوال سيف لودين ستاينغونډه جوړه کړه.
غونډه د تل په څیر د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل سوه.
د ملي سرود تر ږغولو وروسته د کوربه ویناول په حیث ډاکټر خوشحال بختیالي خپله لنډه وینا میلمنو ته په ښه راغلاست ویلو پیل کړل او د داسي ادبي او فرهنګي ناستو او غونډو د تسلسل غوښتنه او هیله یي وښول.
ورپسي سم رشاد صدیقي د سیمي او هیواد په سطحه خبرونه ګډونوالو ته واورول.
له هغه وروسته د فرصت ښوونیز مرکز ولایتي مسول ننګیالي باور د سیف لودین ژوند لیک ګډونوالو ته ولوست.



سمدستي سیف لودین د غونډي دروند میلمه، مؤرخ او لیکوال ته د لکچر وړاندي کولو په موخه بلنه ور کول سوه، هغه خپله پیلېزه وینا داسي را پیل کړل:
 ‘’دا سړی (شوکت زماني) زه نه پیژنم خو زما احساس ماته دا وایي چي دی په کوچنیوالي کي فکري شکنجه سوی دئ نو دا دئ اوس له یو ډیري لیري فاصلي د پیسو په مرسته دا کړیدلی ملت او نوي نسل د قلم په زور را ویښوي، موږ خو د ده سره د مرستي لپاره څه نه لرو خو دوعاوي به ډیري ورته کوو.’’
لودین صاحب اضافه کړل، دروند استاد علامه حبیبي به ویل: ادیب ادب جوړوي او ادب ولس ویښوې، نو لازمه ده چي د ولس د ویښتیا لپاره ادیبان وروزل سي.د پروګرام په وروستۍ برخه کي د سیف لودین ته د ستایني په موخه د فرصت ښوونیز مرکز د اداري له لوري چمتو سوی ستاینلیک ورکول سوو.


د مطلب کود: 213606

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213606/د-تکړه-ليکوال-سيف-لودين-قدرونې-غونډه-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com