کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ: د طالبانو څو سوه نور بندیان هم خوشې کېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 سرطان 1399 ساعت 8:25

د افغانستان جمهوري ریاست، ارګ وايي چې په نن سبا کې به د طالبانو څو سوه نور بندیان هم د حکومت له زندانونو څخه خوشې شي.



د قطر د موافقې له مخې د بین‌الافغاني خبرو له پیل مخکې افغان حکومت باید د طالبانو پنځه زره او طالبان باید د حکومت زر تنه بندیان ازاد کړي.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د یکشنبې په ورځ به سلګونه نور طالب بندیان هم خوشې شي.
ښاغلی صدیقي زیاتوي: "د یکشنبې په ورځ به څو سوه نور طالب بندیان خوشې شي. دا اقدامات د دې لپاره کېږي چې د طالبانو او امریکا د سولې له موافقې وروسته طالبان مستقیمو خبرو ته چمتو شي."
ښاغلي صدیقي د هغو بندیانو شمېر ونه‌ښود چې د حکومت له زندانونو خوشې کېږي، خو هیله‌یې څرګنده کړه چې طالبان به له دې اقدام وروسته، د سولې د بین‌الافغاني خبرو پیل ته چمتو شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې سره سم افغان حکومت تر اوسه نږدې څلور زره طالب بندیان او طالبانو د حکومت له ۵۰۰ زیات بندیان خوشې کړي دي.

 


د مطلب کود: 213619

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213619/ارګ-د-طالبانو-څو-سوه-نور-بندیان-هم-خوشې-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com