کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

استازي: د «و-ج» له پلېټونو سره د موټرو تګ راتګ ننګونې رامنځته کړي

14 سرطان 1399 ساعت 8:25

د ولسي جرګې ځینې غړي وايي چې په کابل ښار کې کابو درې زره موټر له «و - ج» پلېټونو سره تګ راتګ کوي چې د هغوی ډېری د ګمرک د پیسو له ورکړې پرته هېواد ته وارد شوي دي.
د دغو استازو په وینا، د دغو موټرو چلوونکي په ډېریو موردونو کې پر ترافیکي او نورو قوانینو عمل نه کوي او دا په ښار کې د ننګونو د زېږون لامل کېږي.
هغه موټر چې «و - ج» او «م - ج» پلېټونه لري د ولسي جرګې او مشرانو جرګې په غړو پورې اړوند دي.
د ولسي جرګې غړی ګل احمد نورزاد وايي:«کابو درې زره موټر د «و - ج» پلېټونو څخه په استفادې دننه په ښار کې تګ راتګ کوي چې دا په خپله د یوې سترې ننګونې لامل کېږي.»



د ولسي جرګې بل غړی یارباز حمیدي هم څرګنده کړه:«دا د موټر د «وج» په نامه پلېټ کېږي... خو مالیه او ټکس یې دولت نه ورکوي.»
ځینې دغه موټر بیا هېڅ پلېټ نه لري او یا هم یو پلېټ لري او په تورو ښیښو سره په ښار کې تګ راتګ کوي.
له دې سره سم، کورنیو چار ووزارت وايي، ډېر ژر به د ولسي جرګې هر یوه غړي ته د موټرو ۳ پلېټونه ورکړ شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي:«د تعقیبي موټر لپاره یې یو ځانګړی پلېټ، د کورنیو د غړو لپاره یې یو بل ځانګړی پلېټ؛ یعنې په ټول کې د هر وکیل لپاره درې قانوني پلېټونه چې هغه راجستر دي او مشخصې شمېرې لري د طرزالعمل پربنسټ وېشل کېږي.»
خو ځینې حقوقپوهان د ملي شورا د غړو کورنیو او ساتونکو ته یې د و ج او م ج پلېټونه ورکړه د قانون پر خلاف بولي.
حقوق پوه آرش شهیرپور زیاتوي:«د ولسي جرګې د کورنۍ غړو ته هر ډول د امتیاز ورکړه په حقیقت کې د افغانستان د اساسي قانون د ۲۲ مادې سره په څرګنده په ټګر کې ده.» 
له بل لوري، یو شمیر هیوادوال وايي، د و ج او م ج پلېټونه د هېواد په بازارونو کې جوړېږي او له هغو د ناوړه ګټنې احتمال هم ډېر دی.
 


د مطلب کود: 213620

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213620/استازي-د-ج-له-پلېټونو-سره-موټرو-تګ-راتګ-ننګونې-رامنځته-کړي

آوا
  https://www.avapress.com