د ولسي جرګې ځینې غړي وايي چې په کابل ښار کې کابو درې زره موټر له «و - ج» پلېټونو سره تګ راتګ کوي چې د هغوی ډېری د ګمرک د پیسو له ورکړې پرته هېواد ته وارد شوي دي.
د دغو استازو په وینا، د دغو موټرو چلوونکي په ډېریو موردونو کې پر ترافیکي او نورو قوانینو عمل نه کوي او دا په ښار کې د ننګونو د زېږون لامل کېږي.
هغه موټر چې «و - ج» او «م - ج» پلېټونه لري د ولسي جرګې او مشرانو جرګې په غړو پورې اړوند دي.
د ولسي جرګې غړی ګل احمد نورزاد وايي:«کابو درې زره موټر د «و - ج» پلېټونو څخه په استفادې دننه په ښار کې تګ راتګ کوي چې دا په خپله د یوې سترې ننګونې لامل کېږي.»