دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۷
د مطلب کود : 213621
افغان - جاپان روغتون ته د ناروغانو ورتګ کم شوی
په افغانستان کې د کووېډ 19 ناروغانو له زیاتوالي سره هم مهاله، پر دغې ناروغۍ د مشکوکو کسانو ورته افغان - جاپان روغتون ته کم شوی دی. افغان - جاپان چې یو دولتي روغتون دی، په کابل کې پر کووېډ نولس ناروغۍ د اخته کسانو د معاینې یو تر ټولو ستر مرکز دی. د دغه روغتون چارواکي وايي چې د هغوی څېړنې ښيي چې دغه روغتون ته د ناروغانو د ورتګ کمښت له دې امله دی چې په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو کچه راټيټه شوې ده. خو ځينې هېوادوال وايي چې په دغه روغتون کې د روغتیايي خدماتو د ټيټې عرضې له امله ناروغان دغه روغتون ته مراجعه نه کوي. د افغان جاپان د روغتون رییس ظاهر سلطاني په دې اړه وویل:«کابو د کورونا ویروس کموالی ښيي او موږ هیله لرو چې دا اهسته اهسته کموالی ژر ترسره شي او موږ د کووېد نولس پای اعلان کړو.» خو د یوه خصوصي روغتون رییس وایي چې په افغان جاپان روغتون کې پر خدمتونو له نېوکو وروسته ډېری ناروغان خصوصي روغتونونو ته ځي.

      
د سيټي روغتون رییس رضوان الله احمدزی څرګندوي:«په دولتي روغتونونو کې ګڼه ګوڼه شوه خو سم خدمات وړاندې نه شول؛ هغه څوک چې یوه ازموینه ورکوي، ۱۰ تر ۱۵ ورځو وخت نیسي. موږ حتا د دې شاهد وو ناروغ مړ کېده بیا یې نتیجه راوتله، له همدې امله خلک بې باوره شول.»
یو شمېر هېوادوال وایي چې په دولتي روغتونونو کې د بې پروایۍ له امله دولتي روغتونونو ته لږ کسان ځي.
         
د کابل اوسېدونکی صمد وویل:«دولتي روغتون د اکسیجن له کموالي سره مخ دی او موږ اړ یوو چې خپل ناروغ یا کور ته بوځو او یا هم خصوصي روغتون ته.»
دولتي لابراتوارونه په یوې شپې او ورځ کې د دوه زره ټسټونو ظرفیت لري، خو په وروستیو وروځو کې د عامې روغتیا وزارت تر زرو لږ بېلګې معاینه کوي.
د عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې ۷۷۲ بېلګې معاینه شوې چې د ۳۰۲ هغه پایلو د کورونا ویروس تشخیص شوې ده.
د هغو شمېرو له مخې چې د عامې روغتیا زوارت له لوري خپرې شوي دي، تر اوسه د کورونا ویروس  ۳۲ زره او ۳۲۴ پېښې تایید شوي دي؛ چې له دې منځه ۸۱۹ ناروغان مړه شوي او له ۱۷زرو څخه زیات د کووېډ نولس نورناروغان بېرته روغ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcauenu649n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته