په افغانستان کې د ناټو مأموریت ملکي استازی له طالبانو غواړي چې تشدد پای ته ورسوي څو د سولې خبرو ته لاره اواره شي.
د ناټو استازی: د طالبانو حملو د سولې خبرو پر وړاندې لوی خنډ جوړ کړی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 سرطان 1399 ساعت 10:46
په افغانستان کې د ناټو مأموریت ملکي استازی له طالبانو غواړي چې تشدد پای ته ورسوي څو د سولې خبرو ته لاره اواره شي.
ستیفانو پونتې کوروو په یوه وېډیويي پیغام کې چې پرون ماښامیې پر ټویټر خپور کړ ویلي دي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکات مېلر سره یوځای یې د افغانستان د سولې په اړه په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي او نورو چارواکو سره په کتنه کې خبرې کړې دي.
ښاغلی پونتې کوروو وايي، د طالبانو حملو د سولې د روانو خبرو پر وړاندې لوی خنډ جوړ کړی دی.
ښاغلی کوروو زیاتوي: "موږ د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وکړ. د طالبانو روان تشدد باید پای ته ورسېږي. د دوی دا کار د منلو نهدی ځکه دا د سولې د خبرو د پیل پر وړاندې یوه ستونزه او خنډ جوړوي."
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی وايي چې د افغانستان د روان وضعیت په اړهیې د شمالي اتلانتیک شورا ته هم معلومات ورکړل. ستیفانو پونتې کوروو زیاتوي چې د ناټو مشرانو یو ځل بیا د افغانستان او د دې هېواد د دفاعي-امنیتي ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکړ.
د مطلب کود: 213635