دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 213638
فلسطین: د اسراییلو جاسوسه ډله مو نیولې
فلسطیني چارواکو د اسراییلو د یوې جاسوسې ډلې د نیولو خبر ورکړی.
دغه خبر د فلسطین کورنیو چارو وزارت ورکړی.
سرچینې ویلي، چې دغه ډله یې په غزې سیمه کې نیولې ده.
د دې ډلې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
ویل شوي، چې یادې ډلې ځینې ورانکاري فعالیتونه پلان کړي وو.
اسراییلو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
غزه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناندریو اصلي مرکز ګڼل کیږي.
https://avapress.com/vdcipparvt1azq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته