د کابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د سرطان د مياشتې پر ۱۱ نېټه د کابل ښار په ۱۷ مه ناحيه کې د عملياتو په نتيجه کې د استوګنې په یوه کور کې څلور کيلوګرامه کرسټال ونيول.
دوه کسه چې په دې کور کې اوسېدل هم د دې نشه يي موادو د خرڅلاو په تور نيول شوي دي.