دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 213646
د خوست پولیسو تر ۱۰ کیلو ګرامه ډېر تاریاک نیولي
په خوست ولايت کې پولیسو ترلس کیلوګرامه ډېر تارياک ونيول.
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري ازادۍ راډيو ته وويل، دوولس کيلوګرامه تارياک چې په يوه سراچه موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې له يوې ولسوالۍ څخه د خوست مرکز ته قاچاق شي، پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول.
د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی نيول شوی او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkxni-23nz-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته