نا معلومه وسله والو په کاپیسا کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژلی دی.
نامعلومو کسانو کاپیسا کې د ملي امنیت کارکوونکی وژلی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 سرطان 1399 ساعت 13:47
نا معلومه وسله والو په کاپیسا کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژلی دی.
د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند شورش شایق ازادي راډیو ته وویل، د محب الرحمان په نوم دغه کس د ډنګر خېلو سیمه کې نن سهار دندې ته روان و چې موټر سایکل سپرو ډزې پرې وکړې.
په سیمه کې د ازادي راډیو د خبریال وایي، وروستیو کې کاپیسا ولایت کې هدفي وژنې زیاتې شوي دي، خو چارواکو د هدفي وژنو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
کومې ډلې د دغې پېښې مسئولیت نه دی اخیستی.
د مطلب کود: 213657