ناڅرګنده وسلوالو کسانو د کاپیسا ولایت په مرکز کې ددغه ولایت د ملې امنیت یو کار کوونکی وواژه. د کاپیسا د پولیسو ویاند،شایق شورش،افغان خبرې اژانس ته وویل چې دغه پیښه نن سهار(چنګاښ ۱۴) د محمود راقي ښار په «ډنګرخیل»سیمه کې رامنځته شوي ده. د نوموړي پر وینا،ناڅرګنده موټرسایکل سپرو وسلوالو،«محب الرحمان»وژلی او له سیمې تښتیدلي دي.