دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 213666
د عبدالرشید دوستم د مارشالۍ رتبه د ولسمشر غني له خوا لاسلیک شوه
د افغانستان د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج د هغه فرمان چې د روان کال د غبرګولي په ۲۱مه عبدالرشید دوستم ته د ماشارلۍ رتبې د ورکړې لپاره د ولسمشر له خوا صادر شوي، د هغه د لاسلیک پخلی کړی دی.
ښاغلی ته ینج همدارنګه وايي چې تمه کېږي ولسمشرۍ ماڼۍ نن دا فرمان اعلان کړي.
دا فرمان د پنحشنبې پر ماښام په خواله رسنیو کې خپور شو او  جمعه د چنګاښ په ۱۳مه) د عبدالله د ډلې له خوا یې پخلی وشو.
د مارشالۍ رتبې ته د ښاغلي دوستم ارتقا د هغې سیاسي هوکړې پر بنسټ شوی چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ لاسلیک شو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmte8muqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته