دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 213676
د پانګونو په اړه طالب مشرانو سره د خلیلزاد پر بحث د ولسي جرګې غبرګون
‎د امریکايي چارواکو او طالبانو تر منځ د افغانستان د اقتصادي مسایلو پر سر تر بحث ورسته د افغانستان د ولسي جرګه غبرګون.
د دغې جرګې لومړی مرستیال محمد میرزا کټوازی وایي، په داسې حال کې چې دلته قانوني مرجعې شته د اقتصادي پروژو په هکله طالبانو سر د امریکا بحث د افغانستان او امریکا تر منځ د سټراټیژیک تړون خلاف چاره ده.
‎ښاغلي کټوازي په دې اړه د شنبې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "امریکا له افغان حکومت سره سټراټیژیک تړون لاسلیک کړی او دا تړون د ولسي جرګې له لوري پاس شوی، نو امریکا دې همدغه تړون ته ژمن پاتې شي که چېرې داسې سرغړونې کېږي نو بیا د افغانستان خلک او حکومت به د امریکا په اړه په نورو لارو فکر وکړي."
 
‎ښاغلی کټوازی وایي، که امریکا غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي نو له حکومت او په اقتصادي برخه کې دې له مشخص شویو ادارو سره په همغږۍ دا کار وکړي چې په خبره یې داسې ورته په اسانه توګه د فعالیت زمینه هم برابرېدلی شي.
‎دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د دغه هېواد د نوي نړیوال پراختیايي مالي شرکت اجرائیوي مشر ادم بولر په دوحه کې د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره په راتلونکي کې په افغانستان کې د اقتصادي پروژو او د پانګونې په اړه بحثونه کړي دي.
‎په دې اړه زلمي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "موږ په افغاني پروژو کې د پانګونې پر امکاناتو او اغېز بحث وکړ، موږ د اقتصادي ودې پر هڅو ټینګار وکړ چې دوامداره سوله به تعقیب کړي، موږ په دې موافق یو، تر هغه به د سولې لپاره طرحه شوي پلانونه پلي نه شي تر کومه چې دواړه خواووې د بین الافغاني خبرو اتر د پیل لپاره اوسني خنډونه لرې نه کړي."
 
‎ ‎دا لومړی ځل دی چې امریکایي چارواکي له طالبانو سره په اقتصادي مسایلو بحث کوي.
‎هڅه مو وکړه په دې اړه ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو خو د ژمنې سره سره بریالي نه شوو.
‎ طالبان بیا وایي چې دوی نه یوازې له امریکا بلکې له نورو هېوادونو سره هم په راتلونکي کې په افغانستان کې د سترو اقتصادي پروژو په پلي کولو او پانګونې بحث کوي.
‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، دوی د افغانستان د راتلونکي لپاره له نړیوالو پانګونو چې د دغه هېواد د اولیا ګټو په چوکاټ کې وي هڅې او له داشان پانګونو ملاتړ کوي.
‎ښاغلی مجاهد دا مهال هم ټولو سوداګرو ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌‌ډ ورکوي، چې خپلې پانګونې وکړي او په خبره یې چې د دوی پانګې به خوندي وي.
‎خو یو شمېر افغان حقوقي کارپوهان بیا د امریکا او طالبانو تر منځ دا شان بحثونه د افغان حکومت حقوقي شخصیت ته په درنه سترګه نه کتل بولي.
‎له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې حقوقي کارپوه او د پوهنتون استاد سید خالد سادات په دې اړه وویل: "زه فکر کوم چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول خبرې د افغانستان حقوقي شخصیت کې مداخله ده، دلته یو قانون، نظام، په دې اړه مشخصه ساختار او تشکیل شته، که چېرې امریکا یا بل هر هېواد د داسې حکومت په شتون کې له طالبانو سره چې نه سیاسي مشروعیت لري او نه هم په حکومت کې شامل دي ، داشان خبرې او بحثونه کوي دا د افغانستان حقوقي شخصیت ته په درنه سترګه نه کتل دي."
‎ښاغلی سادات وایي، امریکا باید د نړیوالو اصولو له مخکې د افغانستان حکومت ته په داسې مواردو کې درناوی له پامه ونه غورځوي.
سرچينه : Afghan Voice Agency(AVA)
https://avapress.com/vdca0enui49n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته