دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۵
د مطلب کود : 213685
د کورونا د ۳۴۸نویو پېښو ثبتېدل؛ ټولیز شمېر ۳۲۶۷۲تنو ته ورسېد
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ویروس ۳۴۸ نوې پېښوې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت په وینا، تازه پېښې د ۸۶۸ شکمنو پېښو له منځه مثبتې تشخیص شوې دي.
له دغو نویو پېښو سره، په هېواد کې د کووېډ نولس ناروغۍ ټولیز شمېر ۳۲۶۷۲ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ، په تېرې یوې شپه او ورځ کې د کووېد نولس ۷ تنه ناروغان مړه او ۱۸۳۳ ناروغان هم ښه شوي دي.
تراوسه په افغانستان کې د کووېد نولس ناروغۍ له امله مړه وي او ۱۹۱۶۴ تنه نور روغ شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaaenum49n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته