دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۳
د مطلب کود : 213688
د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، افغان او پاکستاني چارواکو په تورخم کې د سوداګریزو چارو پر پراختیا او اسانتیاو سره خبرې کړې دي.  د ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل او د ننګرهار د ګمرک رییس نصرالله صاحبزاده په تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره ګډه غونډه درلوده. سرچینې زیاته کړې چې په دې ناسته کې د تورخم او نورو سوداګریزو لارو کې پر شته ستونزو بحث شوی او دواړو خواوو ژمنه کړې چې د سوداګرۍ په برخه کې به شته ستونزې له منځه وړي. خبرپاڼه کې راغلي عاطف مشعل په دې ناسته کې له پاکستاني لوري غوښتي چې افغان سوداګرو ته دې ستونزې نه جوړوي. د تورخم دروازه د کرونا له امله له تیرو څو میاشتو راهیسې تړل شوې چې په دې وروستیو کې د دواړو خواو ترمنځ د سوداګریزو توکو پر مخ پرانیستل شوه.
https://avapress.com/vdcdjs0xjyt0f96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته