کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان: په هېواد کې د امریکایي سرتیرو پاتې کېدل د جنګ د دوام په مانا دي

14 سرطان 1399 ساعت 17:05


تازه امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې د امریکا دفاع وزارت او سپینې ماڼې هوکړه کړې چې د امریکا د جمهوري ریاست له ټاکنو وروسته به هم څلور زره امریکایي سرتیري په افغانستان کې پریږدي. خو طالبان وایي، چې له امریکا سره د لاسلیک شوي هوکړه لیک پربنسټ د ۱۴ میاشتو په موده کې له افغانستان څخه د ټولو امریکایي سرتېرو وتل دوی ته سره کرښه ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له کلید سره په خبرو کې وویل، که په هوکړه لیک کې له مشخصې شوې مودې وروسته آن یو امریکایي سرتېری هم په افغانستان کې پاتې کیږي، نو دا به د جنګ د دوام په مانا وي:« د طالبانو او امریکا ترمنځ چې کوم هوکړه لیک لاسلیک شوی په هغه کې روښانه ده، په هغه کې ویل شوي چې د فبروري له ۲۹ مې وروسته د ۱۴ میاشتو په موده کې باید ټول امریکایي سرتیري له افغانستان څخه ووځي او دا زموږ سره کرښه ده او آن که یو سرتیری هم پاتې کیږي دا د جنګ د دوام په مانا وي.» خو د چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې اړه بېلابېل نظرونه لري خو ډیری یې بیا له افغانستان څخه د امریکا په مسوولانه وتلو ټنیګار کوي. د سیاسي چارو شنونکی او د خلاصون لارې د شورا مشر سیداکبر آغا وایي، که امریکا له طالبانو سره د لاسلیک شوي هوکړه لیک څخه سرغړونه کوي دا به نه یوازې دا چې افغان سوله زیانمنه کړي، بلکې د امریکا باور ته به هم په نړیواله کچه صدمه ورسوي:« امریکا که داسې کار وکړي، نو دا له هغه مهالوېش څخه سرغړونه ده چې له طالبانو سره یې منلی، دا به هم افغان سولې ته زیان ورسوي او هم د امریکا باور ته، ځکه چې دغه هوکړه لیک د نړیوال په حضور کې لاسلیک شوی دی.» خو د سیاسي چارو بل شنونکی نصرالله فلک بیا وایي، چې د افغانستان په سوله کې داسې پیاوړي بهرني استخباراتي لاسونه کار کوي چې د سولې په اړه آن د افغان حکومت او طالبانو وړاندوینو لوری بدلولای شي:« د افغانستان په سوله کې داسې پیاوړي بهرني استخباراتي لاسونه شته چې آن د افغان حکومت او طالبانو پلان او وړاندوینې د سولې په اړه بدلولای شي او د خپلو اهدافو لور ته یې بیایي، موږ یوې منظمې ستراتیژۍ ته اړتیا لرو چې له بده مرغه حکومت یې نه لري او یوازې د سپینې ماڼې د لارښوونو پربنسټ عمل کوي.» دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې سولې ته هیلې ډیرې شوې خو لاهم د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د جنګ او جګړو راپورونه خپریږي.


د مطلب کود: 213689

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213689/طالبان-په-هېواد-کې-د-امریکایي-سرتیرو-پاتې-کېدل-جنګ-دوام-مانا-دي

آوا
  https://www.avapress.com