کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوحې او تاشکند ته د خلیلزاد سفرونو کې پر اقتصادي پروګرامونو تمرکز

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 سرطان 1399 ساعت 17:29

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ازبیکستان او قطر ته په خپلو وروستیو سفرونو کې چې د امریکا د پانګونې د پراختیا د نړیوال شرکت اجرايي مدیر ادم بوهلر یې ملتیا کوله په افغانستان کې له سولې او د افغانانو تر منځ د مذاکراتو له پیل وروسته تر ډېره په اقتصادي پروګرامونو تمرکز دي.



ښاغلی خلیلزاد د شنبې پر سهار په یوه ټویټ کې په قطر کې د خپلو لیدنو د پای په اړه ولیکل او وې ویل چې په دغو لیدنو کې هغه او ملګرو یې په سیمه کې د سولې او سوکالۍ د ټینګښت په موخه، د افغانستان په پروژو کې د ګډې پانګونې په اړه خبرې وکړې.
خلیلزاد وايي چې له طالبانو سره په لیدنه کې له یوې دوامدارې سولې څخه وروسته د اقتصادي پراختیاو د فرصتونو په اړه ټینګار وشو:«موږ هوکړه کړې چې د سولې د ملاتړ لپاره هېڅکله دومره ژر پراختیايي پروګرامونه نه پيلېږي او زموږ اخیستون دا دی چې دواړه لوري کولای شي د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پيل لپاره خنډونه له منځه یوسي.»
ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه:«ملا برادر او ډلې یې په دغې ډله کې شامله وه او طالبان پوهېږي چې ټول افغانان له نرمښت وښيي ترڅو افغانستان په راتلوونکي کې د اړتیا وړ پانګونې ته ورسېږي.»
ښاغلي خلیلزاد تېره اوونۍ له ولسمشر غني او ا مصالې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره له تاشکند څخه په یوه وېډیويي کنفرانس کې، د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د پيل او همدارنګه په افغانستان کې د ژر پیلېدونکو زېربناوو  په اړه ټينګار وکړ.
زلمي خلیلزاد په دې اړه وویل:«موږ د ژر پیلېدونکو پروګرامونو او همدارنګه په اوږده موده کې د زېربناو د اهمیت په اړه چې وکړای شي کارفي موکې رامنځته کړي، خبرې وکړې. برېښنا او روغتیا ده مهمې برخې دي چې ملاتړ ته اړمنې دي. دا دوه برخې د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د کیفیت په پرمختګ کې مرسته کوي.»  
 


د مطلب کود: 213694

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213694/دوحې-او-تاشکند-ته-د-خلیلزاد-سفرونو-کې-پر-اقتصادي-پروګرامونو-تمرکز

آوا
  https://www.avapress.com