دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۵۴
د مطلب کود : 213706
چارواکي: هرات کې ماین چاودنې ۳ پولیس ووژل
په هرات کې چارواکي وایي، ۳ پولیس د سړک غاړې یوه چاودنه کې ووژل شول.

د هرات د کهسان ولسوال امین الله هفت بلا ازادي راډیو ته وویل، دغه چاودنه نن د هرات- اسلام قلعه ترمنځ لویه لاره کې د تیرپل سیمه کې شوې ده.
تراوسه چا د دغې چاودنې مسئولیت نه دی اخیستی.
په هرات کې د ازادي راډیو خبریال وایي، وروستیو کې د اسلام قلعه- هرات ترمنځ لویه لاره کې ناامنۍ زیاتې شوي دي.
هلته نن د هرات ګمرک کارکوونکو او کمېشنکارانو د ناامنیو پر وړاندې اعتراض وکړ او ویل یې، د ناامنیو له کبله دندو ته نه شي تلی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7x8wpjh8zfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته