دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۰۲
د مطلب کود : 213708
غزني چارواکي: د وسله والو برید کې ۲ پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته
په غزني کې یو پولیس وژل شو یو ټپي دی.
‎په غزني ښار کې په وسله وال برید کې یو پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دي.
د غزني ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د شنبې  ته وویل: "نن تر ماسپښین وروسته ۲ تنه پولیس د غزني ښار په بزازي سیمه کې وسله والو په بې غږه توپانچه ویشتلي، چې یو یې وژل شوی او بل ټپي دی."
ښاغلی جمعه زاده زیاتوي، د پېښې په تړاو یو تن نیول شوي چې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.
په غزني کې دغه لړۍ له کلونو کلونو روانه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ازادي راډیو د شنبې په روځ د غزني د یو شمیر اوسېدونکو، دولتي چارواکو او د امنیتي چارو د پوهانو له خولې په یو راپور کې ویلي وو چې په غزني کې ډېری وخت افغان سرتېري د خپلو بې غوریو له امله وژل کېږي.
دوی وايي، ډیری ځله یې لیدلي چې افغان سرتېري له خلکو سره په خبرو او یا هم په موبایلونو کې بوخت وي چې وسله وال یې ترور کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzw9x7ak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته