دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۱۴
د مطلب کود : 213709
پوتین د روسیې په اساسي قانون کې نوي تعدیلات لاسلیک کړل
د روسیې ولسمشر د یوه فرمان له لاسلیک سره حکم کړی چې د دغه هېواد په اساسي قانون کې نوي تعدیلات عملي شي.

د دغو تعدیالاتو پربنسټ، ولادیمیر پوتین کولای شي چې تر ۲۰۳۶زیږدیز کال پورې په واک کې پاتې شي.
په هغې ټول پوښتنه کې چې د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېده، ۷۸ سلنه رایه ورکوونکو په اساسي قانون کې دغو بدلونونو ته مثبته رایه ورکړې ده.
په روسیه کې د اساسي قانون په اړه د ټول پوښتنې د پایلو له اعلان وروسته، د دغه هېواد ولسمشر په یوه فرمان کې، په اساسي قانون کې د بدلون راوستل تایید کړي دي.
پوتین د دغې رای ورکړې لپاره چې واک یې زیاتوي، له خلکو مننه کړې ده.
هغه وویل:«د ټول پوښتنې پایله وښوده چې زموږ خلک د مهمو او کلیدي مسایلو په اړه متحد دي. له همدې امله ده چې د ځايي حکومت مشران او قانون جوړونکي وايي هغه لومړیتوب چې خلکو هغوی ته رایه وررکړې ټول باید عملي شي.»
د پوتین د ولسمشرۍ پېر په ۲۰۲۴ کال کې پای ته رسېږي؛ خو له نويو بدلونونو سره هغه کولای شي چې تر ۲۰۳۶ز کال پورې په واک کې پاتې شي. یعنې دوه ځله د ولسمشرۍ په شپږ کلنې دوره کې نوماند شي.
له همدې امله ویل کېږي چې د روسې په اساسي قانون کې د ټولو بدلونونو موخه، په واک کې د پوتین پاتې کېدل دي.
د روسیې حکومت تبعیدي مخالف میخاییل خودوروکووسکي په دې اړه وايي:«پوتین نه غواړي چې د روسیې د خلکو او نړیوالې ټولنې په سترګو کې د منځنۍ اسیا یو بل ډېکټاټور وي. هغه په واک کې د پاتې کېدو لپاره د مشروعیت یو ډول ته اړتیا لري؛ دا ډول چې ټرمپ د نړۍ اوو اقتصادي هېوادونو غونډه کې د ګډون لپاره بلنه ورکړي. خو پوتین دا مشروعیت نه لري، ځکه چې رای ورکړه له درغلۍ ډکه وه.»
د روسیې د اساسي قانون په ټول پوښتنه کې چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ، ۶۷ سلنه د شرایطو وړ کسانو ګډون کړی وو او ۷۸ سلنه په اساسي قانون کې د بدلون لپاره مثبته رایه ورکړې وه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvxniw23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته