دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۰
د مطلب کود : 213712
د يادې رييس شاه زمان ميوندي وايي، د دې وضعيت د کنټرول په موخه یې د ټولو لوړ پوړو ودانيو او ښارګوټو خاوندانو ته خبر داری ورکړی چې د لړم مياشتې تر پای پورې دې خپل مرکز ګرمۍ سیسټم بدل کړي او د سکر ډبرو پر ځای دې له مایعې ګاز څخه کار واخلي. دی زياتوي چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي. د نوموړي په خبره، د هوا ککړتيا څخه مخنیوی د ټولنې د ټولو اقشارو مسووليت دی او ټول بايد په دې برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.

ميوندي وويل:«هغه راپورونه چې موږ ته رارسېدلي ښکاري چې د هوا ککړتيا کچه زياته شوې، هوا ډېری وخت د ژمي موسم په رارسېدو سره زياتېږي، ځکه هغه مهال ښارګوټي او لوړ پوړي ودانۍ د خپلو مرکز ګرميو لپاره له سکرو ډبرو څخه استفاده کوي، موږ پر يوه طرزالعمل کار کړی او سر له همدا اوسه د ټولو ښارکوټو او لوړ پوړو ودانيو خاوندانو ته خبر داری ورکوو، چې په خپل مرکز ګرمۍ سيسټم کې بدلون راولي او د عقرب مياشتې تر پای دې دا سیسټم بدل کړي او د سکرو ډبرو پر ځای دې له مايعې ګازو کار واخلي.» په ورته وخت کې د چاپیريال ساتنې ادارې مسلکي معين عزت‌الله صدیقي بيا وايي، د قرنطين له امله د روان لمریز کال په لومړيو درېيو مياشتو کې هوا فوق‌العاده پاکه او په معياري حالت کې وه.
دی زياتوي، د جوزا له ۱۰مې نېټې وروسته د دوی موندنې ښيي چې د هوا ککړتيا معياري حالت څخه زياته شوې. د نوموړي په خبره، که حالت داسې روان وي، نو تر ژمې پورې د هوا ککړتيا کچه په مراتبو زياته شي. صدیقي وويل:«د کرونا ویروس تر خپرېدو او ګرځبندیزو محدودينونو له وضع کېدو وروسته هوا فوق‌العاده پاکه او په معياري حالت کې وه، خو د جوزا له لسمې نېټې وروسته کله چې محدوديتونه کم او فعاليتونه بيا ځلي پيل شول، اوس موږ ګورو چې هوا ککړه شوې او که حالت داسې دوام کوي، نو تر ژمې پورې به دا ککړتيا څو چنده زياته شي.» بل لور ته د نفت او ګازو ادارې مرستيال انجنیر محمد زبیر وايي، دوی د نفتي او سوځېدو موادو هر کال د ژمي موسم په رارسېدو سره چمتووالي نیسي او سږکال یې هم ورته چمتووالی نیولی دی. دی زياتوي، اوس‌مهال د نفت او ګازو ادارې زیرمې کافي اندازه مایعې ګاز لري. د ده په خبره، هڅه کوي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال هم د مایعې ګاز نرخونه ثابت وساتي. زبير وويل:«موږ هر کال غواړو چې مخکې له دې چې ژمی موسم راورسېږي، د سوند او نفتي توکو په برخه کې بشپړ چمتووالی ولرو، له نېکه‌مرغه سږکال هم موږ چمتووالی نيولی او زموږ په زېرمو کې کافي اندازه ګاز موجود دي او هڅه به کوو چې د نورو کلونو په څېر قيمتونه ثابت وساتو او په مناسب او ډېر ټيټه بيه هېوادوالو ته ګار عرضه کړو.» دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د کوېډ۱۹ ناروغۍ تر خورېدو او ګرځبندیز محدوديتونو وضع کېدو څخه مخکې تر ټولو جدي ستونزه د هوا ککړتيا وه، خو د کرونا خورېدو او قرنطين له امله دا ستونزه تر ډېره حل شوه، خو اوس بيا ځلي د هوا ککړتيا د زياتېدو اندېښنې زياتې شوې دي.
https://avapress.com/vdcb8fb55rhb8zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته