کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان کې نالوستو مېرمنو ته د کار زمينه برابره شوې ده

15 سرطان 1399 ساعت 15:34


ارزګان کې د کار ټولنيزو چارو رياست مسولين وايي په دغه ولايت کې يې لسګونه هغه مېرمنو ته د کار زمينه برابره کړې ده چې ليک لوست نه لرې. په تړاويي نورحال داحسان الله ولسمل په راپورکې…………کليپ ارزګان کې د فرهنګي ستونزو له کبله ډېری کورنۍ خپلې لورګاني د تعلیم لپاره ښوونځیو ته نه پرېږدي او دا په راتلونکي کې د مېرمنو په ژوند منفي اغېز کوي. تازه د ارزګان د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکوي وایي چې په دې ولایت کې لسګونه هغه مېرمنو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده چې تعلیم څخه پاتې دي او د سواد له نعمت څخه بې برخې دي. دارزګان د کار ټولنیزو چارو رياست رئيس فضل الرحيم حقبين وايي هغه مېرمنې چې نالوستي دي ددغه رياست له لوري ورته د فني او حرفوي زده کړو مرکزونه خلاص شوي څو هغو په دغه ډول د خپلي کورنۍ لپاره يوه ګوله حلاله روزي په لاس راوړي. د حقبين به خبره چې تردامهاله پوري تر ۵۰ پورې نالوستې مېرمنې په دغه مرکز کې  د فني او حرفوي زده کړو باندې بوخت دي. د حقبین……………………………کليپ (((موږ  په ارزګان ولايت کې د هغو مېرمنو لپاره چې نالوستي دي اوس د فني او حرفوي زده کړو وړيا مرکزونه خلاص کړي دي څو دا مېرمني يو څه زده کړې او بیا ورڅخه استفاده وکړي تاسو اوس وګورئ د فني او حرفوي زده کړو په دغه مرکز کې شاخوا ۵۰ مېرمنې په کار بوختي چې زموږ د رياست لخوا څخه ورته د ورځې تر سلو افغانيو پورې پېسې ورکول کېږي او هم خپل کار زده کوي موږ غواړو چې د بې روزګارو مېرمنو کچه ښکته کړو او بېروزګاره مېرمنې پرکار کړو))) په ورته مهال هغه مېرمنې چې په ياد مرکز کې په زده کړو بوختې دي زياته وي چې ليک لوست نه لري چې له امله يې ورځنۍ چاري هم ستونزمنې شوي دي. دغه مېرمنې وايي د فني او حرفوي زده کړو ددغه مرکز څخه له فراغت وروسته به په شخصې ډول خپلې ورځنۍ چارې پیل کړي او له همدې لارې به خپلو کورنيو ته يوه ګوله حلاله روزي په لاس راوړي. د ميرمنو………………………………………کليپ (((موږ د فني او حرفوي زده کړو دغه مرکز ته هره ورځ راځو دلته موږ ته د ګلدوزۍ قالين اوبدلو خياطۍ او نورو برخو کې روزنه راکول کېږي که څه هم موږ نالوستي يو خو د لاس کار کوالايي شو که موږ له دغه ځايه فارغېږو نو د کار ټولنيزو چارو رياست راته د کار کولو سامانونه هم راکوي بیا به موږ په خپل کورنۍ شخصې کار او بار کوو))) داپه داسې حال کې ده چې ارزګان د افغانستان يو نا امنه ولايت دی او په دغه ولايت کې د روانو جګړو له امله ډيرې مېرمنې کونډې شوي دي چې دامهال د کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده.


د مطلب کود: 213713

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213713/ارزګان-کې-نالوستو-مېرمنو-ته-د-کار-زمينه-برابره-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com