هلمند والي تورن جنرال ياسين خان د چارو د ادارې له رئيس ډاکټر فضل محمود فضلي سره په ارګ کې ليدلي.
په دې ليدنه کې هلمند ولايت ولايت کې يې د امنيت ټينګښت، پراختيايي پروژو زياتوالي، په حکومت کي د هلمندي ځوانو کادرنو د ونډې او له کرونا وايروس سره ددې ولايت پر مبارزې هر اړخيزي خبرې او غوښتنې وکړې.
د جمهوري رياست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکټر فضل محمود فضلي له هلمند والي سره په کتنه کې دې ولايت ته د دولت د رهبرۍ د زياتي پاملرنې غوښتنه کړې.
دغه راز د سيمه ايزې ادارې د پياوړتيا لپاره د ملاتړ، هلمندي ځوانو کادرونو ته د پاملرنې او دانکشافي پروژو د لا زياتوالي په باب د هر اړخيزو اقداماتو ډاډ څرګند کړ.