دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 213718
افغان حکومت ۴۰۰ نور طالب بندیان خوشې کوي
افغان حکومت له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره په یو نوي اقدام کې د نورو طالب بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی.
افغان حکومت وایي د سولې مذاکراتو د پیل لپاره‌یې ټول هغه اقدامات چې اړین وو، ترسره کړي دي.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې حکومت په پام کې لري نن یکشنبه د جولای ۵مه ۴۰۰ نور طالب بندیان له زندانه خوشې کړي.
ښاغلی صدیقي زیاتوي: "د یکشنبې په ورځ ۴۰۰ نور کسان (طالبان) له بنده خوشې کېږي. دا اقدامات ټول د دې لپاره دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې وروسته، طالبان د سولې مخامخ خبرو ته راشي."
 
ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې په همدې ورځ به د افغانستان حکومت د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ په اړه خپل وروستی دریځ اعلان کړي.
که افغان حکومت نن یکشنبه دا شمېر طالبان خوشې کړي، نو د حکومت له‌خوا د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر به شااوخوا څلور نیم زره ته ورسېږي.
په همدې حال کې د ارګ چارواکي له طالبانو غواړي دوی هم د حکومت د اقداماتو متناسب ګامونه واخلي او هغه زر تنه حکومتي ځواکونه چې له طالبانو سره بندیان دي، خوشې کړي.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه تر ۵۰۰ زیات افغان ځواکونه خوشې کړي دي.
تر دې مخکې چې حکومت په هر پړاو کې د طالبانو بندیان خوشې کړي دي، دغې ډلې د ټولو هغو پنځو زرو بندیانو پر خوشې کېدو ټینګار کړی چې دوی یې د سولې مذاکراتو د پیل لپاره حتمي شرط بولي.
په دې اړه چې د افغان حکومت د دې اقدام په مقابل کې وسله‌وال طالبان د سولې خبرو لپاره څه نظر لري او دوی به څومره افغان بندي ځواکونه راخوشې کړي، د ازادي راډیو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین نظر وپوښت، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې نوموړي ځواب ونه‌وایه.

سهیل شاهین تر دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي وو هغه مهال چې د دوی پنځه زره بندیان د حکومت له‌خوا خوشې شي، دوی په یوې اوونۍ کې دننه د خبرو پیل ته چمتو دي.
که څه هم د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو د پیل دقیقه نېټه معلومه نه‌ده، خو د ولسمشر اشرف غني اداره هیله ښیي چې دا خبرې د روانې جولای میاشتې په اوږدو کې پیل شي.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د بین‌الافغاني خبرو بهیر د چټکۍ لپاره د سفرونو په یوه بل دور کې د منځني اسیا د ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره کتلي دي.
ښاغلي خلیل‌زاد دغه‌راز له افغان چارواکو سره د خبرو پر مهال د بین‌الافغاني خبرو پر ژر پیلېدو ټینګار کړی دی.

دغه‌راز د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د دې خبرو د ژر پیل او مطلوبې نتیجې لپاره په پام کې لري په راتلونکې اوونۍ کې د سیمې او نړۍ په سطح درې مهمې غونډې په کابل کې جوړې شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzxni623nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته