لغمان والي د ټولګټو چارو وزیر سره ددې ولایت د ګڼو پروژو د چارو په اړه ګډه ناسته وکړه.
د لغمان د رسنیو دفتر وايي، ددې ولایت والي ښاغلي محمد اصف ننګ پرون د شنبې په ورځ د سرطان په ۱۴ نېټه مرکز کابل ته د خپل سفر پرمهال د ټولګټو چارو سرپرست وزیر یما شمس سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د لغمان والي سربېره په ملي شورا کې د لغمان د خلکو استازو، انجینر محمد عالم قرار، جنرال عبدالمنیر ترخېل، محمد رفیع مموزي، سناتور قاري میرحتم ترخېل، د بودیجوي کمېسیون رئیس قاضي میر افغان ساپي او د ولایتي شورا رئیس عتیق الله عبدالرحیمزي هم ګډون کړی وو.