پنټاګون ویلي دغه ۲۱ کلن سرتیری چې وینسنټ سباسټین نومیده، په یوه پيښه کې وژل شوی دی.
لا معلومه نه ده چې دغه امریکایي سرتیري په څه ډول پيښه کې وژل شوی، خو امریکایي چارواکو ویلي دوی په دې اړه پلټنې کوي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک کیدو وروسته هیڅ امریکايي سرتیری په افغانستان کې نه دی وژل شوی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)