دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 213742
په غزني ولایت کې د پولیسو یو افسر، عبدالناصر ارزویي وایي د افغانستان په نظام کې یې اولس کاله پوځي خدمت کړی دی، خو تر اوسه یې په خپله دنده کې هیڅ ترفیع نه ده کړې. عبدالناصر وایي په دې موده کې یې د غزني امنیې قومندانۍ بیلابیلو برخو لکه، د ولسوالي د پولیسو قومندان، د دفتر امر، مخدره مواردو سره د مبارزې مدیریت د دفتر امر او د تدارکاتو او اعاشې مدیر په توګه دندې ترسره کړي، خو د اولسو کالو کار موده کې یې تردې پورته ترفیع نه ده کړې.
نه یواځې دا، هغه له دوو کلونو راهیسې هیڅ رسمي دنده نه لري او برخلیک یې نامعلوم دی.
هغه زمونږ سیمه ییز خبریال سره خبرو کې ویلي دوه کاله وړاندې یې د سټاف کالج روزنیزه دوره بشپړه کړې او د اصولو له مخې یې باید سمونیارۍ رتبې ته ارتقا کړې وای، خو نه یواځې دا چې ترفیع یې ونه کړه، بلکې اوس یې د دندې درک هم نه لګیږي.
هغه ویلي د خپلې ستونزې حل لپاره څو ځلې لوړو ارګانونو، حتا ولسمشرۍ ماڼې ته هم تللی دی، خو کورنیو چارو وزارت هغه د غایبو کسانو ډله کې نیولې او ستونزو ته یې پام نه دی شوی.
هغه اوس د غزني ښار یوه څنډه کې په یوه کرایي کور کې اوسیږي.
د کورنیو چارو وزارت په دې اړه ویلي چې دوی د عبدالناصر ارزویي د ادعاوو څیړنه کوي.
 
https://avapress.com/vdceex8wwjh8zfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته