کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابلوف: د امریکا د استخباراتو ځیني غړي افغانستان کې د مخدره توکو قاچاق کې لاس لري

15 سرطان 1399 ساعت 11:02


افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف ویلي د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې یو شمیر غړي په افغانستان کې د مخدره توکو قاچاق کې لاس لري.
کابلوف ویلي دوی هغه کسان دي چې روسیه په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو وژلو لپاره د طالبانو په مالي ملاتړ تورنوي.
د کابلوف په وینا د امریکا استخباراتو الوتکې د کندهار او بګرام له هوایي اډو جرمني، رومانیان او هر چیرته چې وغواړي پرته له پلټنې او پوښتنې الوتنه کوي.
دا څرګندونې داسې حال کې کیږي چې څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ولیکل چې روسیه په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو وژلو لپاره طالبانو ته پيسې ورکوي.
روسیې دا رپوټ په کلک رد کړ.


د مطلب کود: 213744

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213744/کابلوف-د-امریکا-استخباراتو-ځیني-غړي-افغانستان-کې-مخدره-توکو-قاچاق-لاس-لري

آوا
  https://www.avapress.com