دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 213753
هرات کې ماین چاودنې د دریو پولیس سرتېرو ژوند واخیست
د هرات سیمه يیز چارواکي دغه ولایت کې د دریو پولیسو سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکوي.
دغه چارواکي نن(یکشنبې د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) وايي پېښه کې درې سرتېري ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت کهسان ولسوال، امین الله هفت بلا زیاتوي چاودنه د هرات ـ سلام کلا لاره کې هغه مهال شوی چې د پولیسو سورلۍ موټر د سرک غاړې له ماین سره برابر شو.
هغه څرګندوي، ماین تېره ورځ د هرات له ښاره کابو ۱۰۰ کیلومټره لیري په تیرپل سیمه کې ځای پر ځای شوی وو.
ښاغلی هفت بلا وايي ماین طالب وسله والو د افغان ځواکونو د نښه کولو په موخه ځای پر ځای کړی وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcgnw9xwak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته