د تخنیکي ستونزې له کبله یاده پېښه رامنځته شوې ده. د معلوماتو له مخې، په ایران کې د اوروژنې ډله شاوخوا نیم ساعت وروسته بریالۍ شوې چې د ګازو د لا خورېدو او د نورو کسانو د مسمومېدو مخه ونیسي.
په ایران کې ګازو ۷۰ تنه مسموم کړي
15 سرطان 1399 ساعت 12:26
د تخنیکي ستونزې له کبله یاده پېښه رامنځته شوې ده. د معلوماتو له مخې، په ایران کې د اوروژنې ډله شاوخوا نیم ساعت وروسته بریالۍ شوې چې د ګازو د لا خورېدو او د نورو کسانو د مسمومېدو مخه ونیسي.
د ایران حکومت څرګندوي چې رامنځته شوې پېښه به په جدي توګه وڅېړي او په اړه به یې ورستي معلومات له رسنیو سره شریک کړي. بلخوا، د ایران روغتیایي چارواکي د ځینو مسمومو شوو کسانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ بولي او زیاتوي چې یاد کسان له روغتون څخه خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د مطلب کود: 213756