د ناروغو وکیلانو د غیر حاضرۍ له کبله غونډې ځنډولې او په ورستیو اونیو کې یې نصاب هم نه دی بشپړ شوی. د دوی د معلوماتو پر اساس، ځینو وکیلانو له کورونا ناروغۍ څخه سختې ورځې تېرې کړې او ځیني نور یې لاهم په کورونو کې قرنطین دي.
کورونا د مشرانو او ولسي جرګې ځینې غړي نیولي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 سرطان 1399 ساعت 12:23
د ناروغو وکیلانو د غیر حاضرۍ له کبله غونډې ځنډولې او په ورستیو اونیو کې یې نصاب هم نه دی بشپړ شوی. د دوی د معلوماتو پر اساس، ځینو وکیلانو له کورونا ناروغۍ څخه سختې ورځې تېرې کړې او ځیني نور یې لاهم په کورونو کې قرنطین دي.
د مشرانو جرګې د درالانشاء مشر مولوي عبدالله قرلق رسنیو ته دا خبره کړې او زیاته کړې یې ده، د یادې جرګې اته غړي په کورونا اخته شوي، چې په خبره یې اوس قرنطین دي. همدارنګه د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمد میرزا کټوازي هم رسنیو ته منلې چې د دوی ۱۵ ملګري په کورونا ناروغۍ اخته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر شنبې ورځې ۳۲ زره او ۶۷۲ تنه په کورونا ناروغۍ اخته شوي او ۸۲۶ تنه ترې مړه شوي دي.
د مطلب کود: 213757