خوښ ديک ۰

هند له افغانستان سره د پنځو ساختماني پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

هند له افغانستان سره د ۲.۶ میلیون ډالرو په ارزښت د پنځو رغنیزو پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
هند له افغانستان سره د پنځو ساختماني پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
دا هوکړه لیکونه نن یکشنبه په کابل کې د لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت، اقتصاد وزارت استازو او د هند سفیر، وینې کومار ترمنځ په یوه ناسته کې لاسلیک شول.
په دې پروژو کې درې ښوونځي چې دوه یې په بدخشان او یو یې په نورستان کې دي، شامل دي.
همداشان هوکړه وشوه چې په فراه ولایت کې یو تدریسي تعمیر او د کاپیسا د البیروني پوهنتون داخلي لارې ورغول شي.
د هند سفیر، وینې کومار په دې ناسته کې وویل چې هند له تیرې لسیزې راهیسې افغانستان سره د نږدې درې میلیارد ډالرو ژمنه کړې ده.
د وینې کومار په وینا هند افغانستان کې نږدې ۴۰۰ پراختیایي پروژې بشپړې کړي دي.
هغه وویل: :دغه هوکړه لیکونه دا څرګندوي چې هند د افغان ځوانانو ظرفیت لوړولو ته ژمن دی."
د هند سفیر د افغان سولې په اړه هم وویل دوی د داسې یوې پروسې ملاتړ کوي چې مشري یې د افغانانو په لاس کې وي او هیله لري چې افغانستان د یوې پایدارې سولې څښتن شي.
وینې کومار هیله وښوده چې افغانستان د هغو ترهګرو ډلو له شتونه پاک شي له پولې بهیر سرچینه اخلي.
هند د افغانستان یو ستراتیژیک ملګری هیواد دی چې تیرو شلو کلونو کې یې افغانستان سره په بیلابیلو برخو په ځانګړي توګه، د لوړو زده کړو او افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو په برخه کې ډیرې مرستې کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
یکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود: 213766 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *