دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 213784
د ماليې وزير د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې له مشر سره خبرې وکړې
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایې ادارې له رئیس سره د پیژندنې ناسته وکړه. د مالیې وزارت وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د چنګاښ میاشتې په ۱۴ مه نېټه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایې ادارې له رئیس ښاغلي عبدالله الدرداري سره د ویډیو کنفرانس له لارې د پیژندنې ناسته وکړه.
«په پیل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایې ادارې رئیس ښاغلي ارغندیوال ته د مالیې وزارت تصدۍ سپارلو مبارکي وکړه او همداشان یې د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جلالتماب ولسمشر فوق العاده استازي محمد یوسف غضنفر په مړینه یې خواشیني وښوده.»

 په دې لیدنه کې نوموړي د مالیې وزارت سرپرست ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایې ادارې د کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي وويل چې یاده اداره اوس مهال په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د ټیسټونو چمتو کولو او همداشان د افغانستان ملي پولیسو په لیکو کې د یادې ناروغې له خپریدو څخه د مخنیوي په برخه کې له عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو سره کار کوي.

نوموړي زیاته کړه چې موږ په افغانستان کې په یوې سروې کار پیل کړې څو وکولی شو په دې هیواد کې د کرونا ویروس خپریدو اقتصادي منفي اغیزې روښانه کړو او پایلې به یې د افغانستان له حکومت سره هم شریکې کړو.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaaenuy49n601.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته