کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

څلورمه تمرينايي سيالي؛ افغان اتلانو ځوانانو ته په لوی توپير ماتې ورکړه

15 سرطان 1399 ساعت 15:21



د افغان اتلانو او ځوانانو ترمنځ د کرېکټ تمريناتي سيالي کې د پرلپسې ماتو وروسته افغان اتلانو ځوانانو ته د ۸۸ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د کرېکټ بورډ اداره وايي:

افغان اتلانو په خپله پاڼۍ کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو درحمن الله ګربز د۱۰۶ او نجیب الله تره کي د ۴۸« منډو په مټ سیالې لوبډلې ته ۲۳۱ منډو هدف وټاکه، په داسې حال کې چې د افغان ځوانانو لوبډلې د توپ اچوونکو له منځه شاه پور ځدراڼ د ۳۱ منډو په ورکولو دوه لوبغاړي وسوځول.»

افغان ځوانانو پخپله پاڼۍ کې د ټولو ۲۰ اورونو په لوبولو سره د دروېش رسولي د ۵۱ او لوبډلمشر سمیع الله شینواري د ۴۰ منډو پر مټ ونشو کړای چې یاد هدف ترلاسه او سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

د اتلانو د توپ اچوونکو له لوري مجیب الرحمن ۲، عظمت الله عمرزي او نوین الحق ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې په همدې سره نن د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري پیل شوی یو میاشتنی کمپ هم پای ته ورسېده.
 


د مطلب کود: 213786

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213786/څلورمه-تمرينايي-سيالي-افغان-اتلانو-ځوانانو-ته-په-لوی-توپير-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com