دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 213787
کندهار: د کرونا ۵۰ بستريز روغتون چارې باران مؤسسې ته وسپارل شوې
کندهار کې د کرونا وايروس لپاره ځانکړي شوي پنځوس بستريز روغتون چارې رسماً باران مؤسسې ته وسپارل شوې. دا کار د نړيوال بانک او اسيا پراختيايي بانک په مالي لګښت کېږي چې په ټولو ولايتونو کې د کرونا روغتونو چارې بايد غير دولتي مؤسسو ته وسپارل شي. په همدي موخه د شنبې په ورځ د باران موسسې او عامي روغتیا رئيسانو ولایت مقام کي کندهار والي حیات الله حیات سره وکتل، چي پر مهال یې د ولایت مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب او د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالی دستګیري هم ګډون کړی وو.

په پیل کي باران موسسې ولایتي رئیس ډاکټر محمد داوود ایوبي باران موسسې ته کرونا ویروس سره د مبارزې مسؤلیت سپارلو قرارداد، طرزالعمل، مسؤلیتونه او صلاحیتونه د غونډي برخه والو سره شریک کړل.
د هغه د خبرو له مخي، دا قرارداد څلور کاري شریکانو سره سوی دی، چي صحت عامه به تعمير ورکوي، WHO موسسه به لابراتوار او د ټریننګونه صحي پرسونل ته دايروي، UNICEF اداره به لوجيستيکي وسايل او دوا اماده کوي او BARAN او OHPM یې د تطبيق مسؤليت لري.
هغه وویل، چي د سوي قرارداد له مخي د سرطان میاشتي لسمي نېټې وروسته کرونا سره د مبارزې لپاره د عینومېنې ۳۵۰ بستریز روغتون ۵۰ بسترونه باران موسسې ته سپارل سوي او ۱۶ چټک ټیمونه په ولسوالیو کي فعالېږي، چي کرونا سره د مبارزې لپاره ټول اخیستل سوي طبي او غیر طبي اجناس د دغي موسسې په اختیار کي ورکول کېږي.وروسته کندهار والي حیات الله حیات د باران موسسې فعالیتونو څخه په منني وویل، ولایتي ادارې په خپل پوره توان هڅه کړې، چي کرونا ناروغۍ په ښه ډول مدیریت کړي او په دې برخه کي له یو شمېر کوچنیو ستونزو پرته لویه ننګونه نه تر سترګو کېږي.
 نوموړي د باران موسسې مسؤل ته یې وویل، چي د ښار او ولسوالیو په کچه خپل خدمات په معیاري شکل ورسوي.
کندهار والي دغه راز د باران موسسې مسؤلینو څخه وغوښتل، چي د عینومېنې ۳۵۰ بستریز روغتون کي کرونا سره د مبارزې لپاره دوی ته په اختیار کي د ورکول سویو ۵۰ بسترونو نیمګړتیاوي او اړتیاوي ولایتي ادارې سره شریکې کړي، څو ژر تر ژره پوره کړل سي.
د غونډي په پای کي پرېکړه وسوه، چي د ولایت مقام د مالي او اداري مرستیال په مشرۍ به یوه ګډ هیئت کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ټول اخیستل سوي، طبي او غیرطبي اجناس له قراردادونو او اسنادو سره یو ځای باران موسسې ته سپاري او یاده موسسه مکلفه ده، چي د اصولو او طرزالعمل له مخي خپلو چارو ته دوام ورکړي.
https://avapress.com/vdcdjs0x5yt0f56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته