دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 213788
کندهار والي: کرونا بوديجه کې د فساد په اړه ادعاوې بې بنسټه دي
د کندهار والي حيات الله حيات وايي، هغه ادعاوې چې کندهار کې د کرونا بوديجې د مديريت او بې ځايه مصرف په اړه کېږي ناسمې دي. نوموړي ويلي دي، د يادې بوديجې په اړه تدارکاتو کمېټې پر خپل وخت خلکو ته حساب ورکړی دی. هغه وايي، په دې اړه هغه راپورونه چې ګواکي کندهار ته د کرونا لپاره ورکول شوې بوديجه کې فساد شوی ناسم دي.

نوموړي ويلي دي د روغتيا وزير کندهار ته د خپل سفر پر مهال د ټولو ۲۲ لويو او کوچنيو قراردادونو ارزونه هم وکړه.
د هغه په وینا، کرونا سره د مبارزې لپاره ټول شوي قراردادونه د عامې روغتیا ریاست او عینومېنې ۳۵۰ بستریز روغتون تر وړاندیز وروسته اجراا شوي او د اړتیا خلاف هېڅ خریداري نه ده شوې.
کندهار والي یادونه وکړه، تر دې دمه د منظور شویو ۱۰۰ میلیونه افغانیو څه باندې ٥٠ میلیونه افغانۍ د طرزالعمل مطابق د رسنیو د اعلاناتو، روغتیايي تجهیزاتو، د روغتیايي پرسونل د معاشتو او یو شمېر نورو مواردو په برخه کې مصرف شوي او د طرزالعمل خلاف هیڅ ګام نه دی اخیستل شوی.
هغه دغه راز وویل، ولایتي ادارې د قرنطین پر مهال د مرستندويه موسسو، سوداگرو او خیریه بنسټونو په مرسته له شاوخوا ٢٠ زره بې وزله کورنیو سره مرسته کړې او په نږدې راتلونکي کې به ١٥ زره نورو کورنیو سره هم مرسته ترسره شي.
 
https://avapress.com/vdcevx8wvjh8zfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته