دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 213789
ده دانا کې د نجونو لپاره یو باب ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
«آغلې حمیدي په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د نوموړې لیسې جوړیدل یوه غوره کړنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د پوهنې کاروان زیاتو هڅو او جدي کار ته اړتیا لري او د هغه وخت را رسیدلی دی تر څو په هیواد کې د اسلامي او افغانې ارزښتونو په رڼا کې د نړیوالو معیارونو پر اساس د زده کړې لپاره د مناسبو امکاناتو پر برابرلو او د کیفیت د ودې په برخه کې ټول باید په جدي توګه په ګډه کار وکړو.»

د کابل ښار په اوومې تعلیمي حوزې پورې اړوند د ده دانا د نجونو لیسه د پوهنې وزارت سر پرستې آغلې رنګینې حمیدي او ورسره مل پلاوي لخوا افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د وزارت په راپور کې راغلي:
«آغلې حمیدي په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د نوموړې لیسې جوړیدل یوه غوره کړنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د پوهنې کاروان زیاتو هڅو او جدي کار ته اړتیا لري او د هغه وخت را رسیدلی دی تر څو په هیواد کې د اسلامي او افغانې ارزښتونو په رڼا کې د نړیوالو معیارونو پر اساس د زده کړې لپاره د مناسبو امکاناتو پر برابرلو او د کیفیت د ودې په برخه کې ټول باید په جدي توګه په ګډه کار وکړو.»
د کابل ښار د پوهنې رییس ښاغلي ډاکټر ضمیر ګوارا د نوموړې لیسې جوړیدل د ښوونې او روزنې د معیاري خدماتو په برخه کې یو نوی زیری وباله زیاته یې کړه چې: د ده دانا د نجونو لیسه په دریو پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه د دولت له بودیجې څخه د ١٧ میلیونه ٦٦٢ زرو او ٢٩١ عشاریه ٢ افغانیو په ارزښت جوړه شوې چې ٢٢ درسي خونې یوه د لابراتوار خونه، یو د کمپیوتر لب په کې شامل دي.
په پای کې د ده دانا د لیسې آمرې آغلې بي بي حوا شینواري‌ په هیواد کې د ښو زده کړو په برخه کې په تیره بیا د نجونو په برخه کې د پوهنې وزارت له پاملرنې مننه وکړه زیاته یې کړه چې د نوموړي ښوونځي په جوړیدو زموږ د نجونو او ښوونکو ستونزه د ټولګیو د نشتون له کبله خلاصه شوه.
 
https://avapress.com/vdcfcmd01w6dyea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته