کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد پر امنيتي وضعيت غونډه وشوه

15 سرطان 1399 ساعت 15:29

«د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د امنیتي برخې لوړپوړو چارواکو نن د هیواد پر عمومي امنیتي وضعیت، پرمختګونو او راتلونکو پلانونو باندې غونډه وکړه.»
جلسې ته په راپور کې وویل شوه، چې د قطر د تړون او ټولو نورو هوکړو سره سره هم سږ کال د تېر کال په پرتله جګړې او تاوتریخوالی کم شوي نه دي.


د افغانستان د ملي امنيت شورا څخه خپور شوي بيان کې ويل شوي دي، لوړ پوړو امنیتي چارواکو نن د هیواد پر امنیتي وضعیت غونډه وکړه.
بيان کې راغلي:
«د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د امنیتي برخې لوړپوړو چارواکو نن د هیواد پر عمومي امنیتي وضعیت، پرمختګونو او راتلونکو پلانونو باندې غونډه وکړه.»
جلسې ته په راپور کې وویل شوه، چې د قطر د تړون او ټولو نورو هوکړو سره سره هم سږ کال د تېر کال په پرتله جګړې او تاوتریخوالی کم شوي نه دي.
د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په نننۍ ناسته کې د هیواد په کچه له هدفي وژنو او جنايي جرمونو سره د مبارزې د شته میکانیزمونو د تطبیق چارې او پرمختګونه هم بیا وکتل او پر ټولو د قانون د یو شان تطبیق او حاکمیت په اړه لازم تصامیم ونیول شول.


د مطلب کود: 213790

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213790/د-هېواد-پر-امنيتي-وضعيت-غونډه-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com