خوښ ديک ۰

په کابل کې له دوه زرو څخه زیاتې ټابلیټ کا کشف شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په یو لړ هدفي عملیاتو کې ۲۴۵۰ نشه کوونکې ټابلیټ«k»کشف او ضبط شوي دي. د افغان خبرې اژانس د راپور له مخې،چې د کورنیو چارو وزارت د نن ورځې (چنګاښ ۱۵) له خبرپاڼې څخه یې نقل کړې دی،دغه نشه کوونکي ټابلیټ د نشه یې توکو سره د مبارزې د ملې پولیسو ځانګړیو ځواکونو لاس ته لویدلي دي. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ۲۴۵۰ عدده نشه کوونکي ټابلیت«k» د کشف په تړاو یو تن نیول شوی دی.
په کابل کې له دوه زرو څخه زیاتې ټابلیټ کا کشف شوي

د مخدره توکو څخه استفاده د یو لړ ستونزو له جملې څخه ده چې د ټولنې یو شمېر قشرونو له جملې څخه ځوانان پرې روږدي شوي دي. ټابلیټ «K»  یوه رواني نشه کوونکي ماده ده چې زیاته مضر او امفتاین له مشتقاتو څخه ده چې کیمیاوي نوم یې «میتایل ډي اوکسي متاییل امفتامین»( MDMA) دی. د زیات هیجان او د محافظت څخه پرته د جنسي اړیکو  د تګ د نه کنټرولیدو لپاره له دې ټابلیټ څخه کار اخیستل کیږي او دمګړۍ د «هپټایټ»او «ایډز»په څیر ناروغیو د خپریدو اصلې لامل شمیرل کیږي.
یکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۴
د مطلب کود: 213791 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *