د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په یو لړ هدفي عملیاتو کې ۲۴۵۰ نشه کوونکې ټابلیټ«k»کشف او ضبط شوي دي.
د افغان خبرې اژانس د راپور له مخې،چې د کورنیو چارو وزارت د نن ورځې (چنګاښ ۱۵) له خبرپاڼې څخه یې نقل کړې دی،دغه نشه کوونکي ټابلیټ د نشه یې توکو سره د مبارزې د ملې پولیسو ځانګړیو ځواکونو لاس ته لویدلي دي. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ۲۴۵۰ عدده نشه کوونکي ټابلیت«k» د کشف په تړاو یو تن نیول شوی دی.