کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند افغانستان کې ۴۰۰ پراختیايي پروژې بشپړه کړي

15 سرطان 1399 ساعت 15:36

په کابل کې د هند سفیر ویني کمار وايي، هیواد یې د تیرو څو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې ۴۰۰ پراختیايي پروژې بشپړه کړي دي.
ویني کمار نن یکشنبه د رسنیو په مرکز کې له افغان چارواکو سره د ۲،۵میلیون ډالرو په ارزښت د پنځو نورو رغنیزو پروژو د تړون د لاسلیک پرمهال له افغانستان سره د هند د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړ.
دغه تړونونه نن یکشنبه چنګاښ۱۵ د افغان حکومت د رسنیو په مرکز کې په کابل کې د هند سفیر، د لوړو زده کړو، پوهنې او اقتصاد وزارتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شول.



د افغانستان د اقتصاد وزیر مصطفی مستور په وینا په یادو مرستو به په بدخشان او نورستان کې درې ښوونځي، د فراه ولایت د البیروني پوهنتون داخلي لار او په کاپیسا ولایت کې یو تدریسي ودانۍ جوړیږي.
هغه وویل:"هغه دوې پروژې چې په پوهنې وزارت پورې اړه لري د بدخشان په ما می ولسوالۍ کې دوه ښوونځي او یو ښوونځی د نورستان په مرکز کې جوړیږي."
ښاغلي مستور زیاته کړه چې هند په تیرو ۱۹ کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو پراختیايي او اقتصادي برخو کې د څه باندې دوه میلیارډ ډالرو مرسته کړې ده.
د هند حکومت په تیرو درې میاشتو کې له افغانستان سره د ۳۱زره ټنو غنمو مرسته هم کړې ده.
د افغانستان د ملي شورا ودانۍ، سلما بند او د ځینو لویو لارو جوړول په افغانستان کې د هند د لویو رغنیزو پروژو څخه بلل کیږي.
 


د مطلب کود: 213792

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213792/هند-افغانستان-کې-۴۰۰-پراختیايي-پروژې-بشپړه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com