په کابل کې د هند سفیر ویني کمار وايي، هیواد یې د تیرو څو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې ۴۰۰ پراختیايي پروژې بشپړه کړي دي.
ویني کمار نن یکشنبه د رسنیو په مرکز کې له افغان چارواکو سره د ۲،۵میلیون ډالرو په ارزښت د پنځو نورو رغنیزو پروژو د تړون د لاسلیک پرمهال له افغانستان سره د هند د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړ.
دغه تړونونه نن یکشنبه چنګاښ۱۵ د افغان حکومت د رسنیو په مرکز کې په کابل کې د هند سفیر، د لوړو زده کړو، پوهنې او اقتصاد وزارتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شول.