دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۲
د مطلب کود : 213793
مالیې وزارت: امنیتي ادارې دې د اسلام قلعه ګمرک امنیت خوندي کړي
د افغانستان مالیې وزارت وایي، له امنیتي ادارو یې غوښتي چې د اسلام قلعه ګمرک امنیت خوندي کړي.
د دغه وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه ګمرک یو کلیدي او ډېر عاید لرونکی ګمرک دی او باید ورته پام وشي.
نوموړي هیله وښوده چې د هرات-اسلام قلعې لویې لارې امنیتي ستونزې ژر تر ژره هوارې شي او د ګمرک کارکوونکي بېرته خپلو کارونو ته وګرځي.
د هرات د ګمرک کارکوونکو د هرات-اسلام قلعه لویې لارې په اوږدو کې د ناامنیو له امله کاري اعتصاب کړی.
اعتراض کوونکي وایي، وروسته له هغه چې تېر کال د ګمرک ساختمان د ښار له مرکز څخه د ایران سرحد اسلام قلعې بندر ته انتقال شو له ګڼو ستونزو په ځانګړي ډول امنیتي ستونزو سره مخ دي.
د هرات د اسلام قلعې ګمرک مسؤلین هم وایي، دغه ګمرک د دولت یو له مهمو عایداتي سرچینو نه دی چې هر کال نږدې ۲۰ میلیارده افغانۍ د دولت حساب ته وراضافه کوي او باید د کارکوونکو ستونزو ته‌یې رسېدنه وشي.
 
https://avapress.com/vdcaoenue49n601.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته