دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۴
د مطلب کود : 213801
بيل ګېټس: ټولنيزو رسنيو د کرونا په اړه ناسم معلومات خپاره کړي
د مایکروسافټ بنسټ ايښودونکی “بیل ګېتس” ویلي چې ټولنیزو رسنیو د کرونا ویروس په اړه ناسم معلومات خپاره کړي دي.

د ګېتس په وینا ټولنیزو رسنیو، په ځانګړي ډول، ټویټر او فیسبوک د کرونا ویروس په اړه ناسم معلومات خپاره کړي او خلک یې د دې مرګونې ناروغۍ پر وړاندې بې پروایي ته هڅولي دي.
د نوموړي په وینا ټولنیزي رسنۍ باید د کرونا ویروس په څیر د نړیوالو مسائلو په هکله د خلکو د ذهنونو په جوړولو کې مرسته وکړي نه داچې د خلکو فکرونه خراب کړي.
ګېټس په ټولنیزو رسنیو د خپل نیوکو پر دوام زیاته کړې چې فیسبوک او ټویتر خلک هڅولي چې ماسک ونه کاروي چې ډیره د انديښنې او خواشینۍ خبره ده.
 
https://avapress.com/vdcawenu649n6a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته